برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانو175 بندیانو خوشی کول

آریانانیوز: اولسمشر غني پرون جمعه د سولې مشورتي لویې جرګې پای غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، افغان حکومت د روژې په درناوي او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوې دوستانه او انساني ډالۍ په توګه په لسګونو طالب بندیان خوشي کوي.



غني وویل: « زه نن د جرګې په درناوي او د روژې مبارکې میاشتې ته په دروناوي، د حسن نیت او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د دوستانه حرکت په توګه غواړم چې ۱۷۵ تنه طالبان چې له کلونو راهیسې بندیان دي خوشي او له زندانه خلاص کړم. له طالبانو غواړم چې خپل استازی کابل یا د افغانستان بل ښار ته راولیږي او دا ۱۷۵ تنه بندیان په خاصو افغاني مراسمو کې زمونو له خوا د یوې اسلامي او انساني چلند او ډالۍ په توګه وروسپاري.»
نوموړي وویل، افغان دولت د روژې د میاشتې نه په دغه ډول هر کلی کوم، اوس به وګورو چې د طالبانو ځواب څه شی دی.
هغه د جرګې استازو ته په خطاب کې وویل، زه حاضر یم ستاسې مشوره چې اور بند دی عملي کړم، خو اوربند به یو طرفه نوي، که طالبان په واضح توګه اوربند ته حاضر وي، مونږ کولی شو د هغه په تخنیکې چارو جزییاتو کار وکړو.
ولسمشر وویل چې، د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې د ننه مذاکراتو ته چمتو شي.
مونږ حاضر یو د هېواد په ننه او بهر کې مذاکراتو ته زمینه برابره کړي. مونږ غواړي افغانستان د خپلې سولې کوربه و اوسي.
«مشورتي لویه جرګه له ما غواړي چې د دغه اتفاق او اتحاد څخه راوتلې طرحه عملي کړم. تر دې لویه اجماع چې نن د لویې جرګې په تالار کې لیدل کېږي، بل ځای کې نشته. ما ستاسو خبرې واورېدې. مشورتي لویې جرګې ماته صلاحیت او مشوره راکړې ده چې مذاکره کوونکی پلاوی وټاکم. زه به د مذاکرې ټیم ټاکم، نه د مذاکرې لښکر. د سولې د مشورتي جرګې د پرېکړه لیک څخه په الهام له طالبانو غواړم چې په افغانستان کې دننه مذاکراتو ته چمتو شي. موږ حاضر یو په هېواد کې دننه مذاکراتو ته زمینه مساعده کړو.»
هغه له طالبانو وغوښتل چې، په روژې میاشت کې ملت ته د روژه ماتې د خوشالۍ ترڅنګ یوه بله خوشالي راوړي، جګړه پای ته ورسوو او د ملت څخه د غم او مصیب ټغر ټول کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي