برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو په بريد کې ۱۴ اربکيان وژل شوي

آریانانیوز: د سمنګان ولايت چارواکي وايي چې د طالبانو په يو ډله ييز بريد کې ۱۴ تنه اربکيان وژل شوي دي.


د سمنګان د والي وياند صديق عزيزي رسنيو ته ويلي دي چې دغه پيښه د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ په زيرکي کلي کې رامنځته شوې ده چې له امله يې ۱۴ تنه اربکيان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
د والي وياند وويل چې په دغه جګړه کې د طالبانو له لوري هم ۴ تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
بل لورته د سمنګان ولايتي شورا مرستيال هاشم سروري ادعا کړې ده چې طالبانو په زيرکي کلي کې څو کورونه چې د دولتي سرتيرو پوستې ورکې وې سوځولي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي