برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو پلاوى د مسکو غونډه کې ګډون کوي

آریانانیوز: يوه باوري سرچينه وايي چې د افغانستان په اړه د مسکو په کېدونکې غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر پلاوى هم ګډون کوي.


ټاکل شوې ده چې د روسيې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان د سولې او امنيت په اړه غونډه د روان زېږديز کال د سپټمبر په ٤مه جوړه شي.
يوې ډيپلوماتيکې سرچينې د زمري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د افغانستان، روسيې، چين، پاکستان، ايران، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، قرغيزستان او تاجکستان استازي ګډون کوي.
سرچينې زياته کړه چې په دې ناسته کې به د افغان شخړې د هواري پر لارو چارو خبرې او بحثونه وشي.
د يادونې ده، تېره مياشت د جولاى په ١٦مه د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمير کابلوف په ياده غونډه کې طالبانو ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې وه.
يادې ډيپلوماتيکي سرچينې وويل چې طالبانو د روسيې بلنه منلې ده او ټاکل شوې ده چې د طالبانو د قطر دفتر د مشر محمدعباس ستانکزي په مشرۍ پلاوى د مسکو په ناسته کې ګډون وکړي.
د يادونې ده، د تېرو دوو اوونيو پر مهال د طالبانو دغه پلاوي ازبکستان او اندونيزيا ته هم سفرونه کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي