برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۳ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو ویاند افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو شتون رد کړ

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د نوي راپور معلومات رد کړل.


مجاهد ویلي چې ملګرو ملتونو د طالبانو پر ضد د تورونو او افواهاتو د خپرولو یو منظم پروګرام پیل کړی دی.

ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې چې د طالبانو د مرکز په اکس چینل کې یې خپره کړې، د امنیت شورا راپور د ملګرو ملتونو له دریځ څخه ناوړه ګټه اخیستنه بللې او له غړو هېوادونو یې وغوښتل چې د داسې راپورونو د خپرولو اجازه ور نه کړي.

د طالبانو ویاند ادعا کړې، چې د امنیت شورا یو شمېر غړي هېوادونه په افغانستان کې له “ناکامي” سره مخ شوي او خپله کرکه څرګندوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په دې وروستیو کې یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې د القاعدې څلور اډې جوړې شوې دي. امنیت شورا ویلي، چې القاعده په پنجشیر کې د وسلو وسله تون جوړ کړی دی.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانیدلې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې خپل ځان په پایښتونکي حالت کې وساتي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي