برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانو مشرانو سره کتنه

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په سیاسي چارو کښې د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي په نزدې راتلونکي کښې د طالب ډلې له مشرانو سره د وزیراعظم عمران خان د ملاقات خبر ورکړ.



له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکوي چې نعیم الحق وویل: عمران خان به ډیر زر په اسلام آباد کښې د افغانستان د طالب ډلې له یوشمیر مشرانو سره وګوري او په دغه هیواد کښې د جنګ د خاتمې او د صلحې او ثبات د ټینګښت په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې پاکستان د افغانستان د کړکیچ د هواري او د هندوستان په شمول له ټولو ګاونډي هیوادونو سره د دوستانه اړیکو غوښتونکی دی.

شریک یي کړئ!