برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو مرکچي پلاوي ؛ پاکستان لومړی وزیر عمران خان اود زلمی خلیلزاد ترمنځ غونډه جوړېږي.

آریانانیوز: د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: داچې د اسلامي امارت او امریکا تر منځ د مذاکراتو سلسله شروع ده او تر اوسه پوری یې په قطر هیواد او متحده عرب اماراتو کې غونډې تر سره کړې دي، د تیر مجلس په جریان کې د شوي توافق سره سم به د روانې فبروري میاشتې په ۲۵ نیټه بیا هم د قطر په مرکز دوحه کې دوام پیدا کوي.


خبرپاڼه زیاتوي: همدا ډول د پاکستان هیواد د حکومت په رسمي غوښتنه به د روان ۲۰۱۹ م کال د فبروري په ۱۸ نیټه له امریکایې ټیم سره د اسلامی امارت د مذاکراتي ټیم ناسته او مذاکرات په اسلام اباد کې تر سره شي او د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم غړي به د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري، د افغانستان او پاکستان په تعلقاتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او افغان تجارانو په ستونزو به هم تفصیلي خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت و د طالب استازو ترمنځ د بین الافغانی مذاکراتو د پیل لپاره هلې ځلې دوام لري.
خو وسله والو طالبانو تر دې دمه له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره چمتووالی نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي