برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو مرستیال ویاند: د پاکستان داخلي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري

آریانانیوز: د طالبانو د ویاند مرستیال په داسې حال کې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې د تروریستي حملو د زیاتوالي خبره ردوي، ويلي چې د پاکستان داخلي ستونزې له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لري.


د طالبانو د ویاند مرستیال د دغې ډلې له واک ته له رسیدو وروسته په دغه هیواد کښې د ترهګرو حملو د زیاتیدو په هکله د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو په غبرګون کښې وویل، د پاکستان کورنۍ ستونزې له افغانستان سره هیڅ تړاو نه لری.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر دغو څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي چې د پاکستان داخلي مسایل له طالبانو سره هیڅ تړاو نه لري او زیاته یې کړه: د پاکستان داخلي ستونزې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري. طالبان د خپل هیواد امنیت غواړي او د نورو هیوادونو لپاره هم ثبات او امنیت غواړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته پاکستان له بېلابېلو ترهګریزو بریدونو سره مخامخ شوی دی.

د يادونې وړ ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان د خونړيو بريدونو شاهد و، چې د ځينو يې هم د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پړه پر غاړه اخيستې وه.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي