برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو لوړ پوړی پلاوي

آریانانیوز: په قطر کې د طالبانو د سیاسي نمایندګۍ څخه په خپره شوي یوه وینا پاڼه کې طالبانو ویلي چې ازبکستان ته یې رسمي هیئت د هغه هیواد په غوښتنه تللی او له ازبک چارواکو سره یې پر یولړ اړونده مسائلو خبري اتري کړي دي.


طالبانو ویلي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، سولې او ملي پروژو په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
باید وویل شي طالبانو په دې وروستیو کې د نظامي عملیاتو د ګړندي کیدلو ترڅنګ سیاسي تحرکات هم پراخ کړي ، څو ورځي وړاندي یې چین ته هم سفر کړی وو،
امریکایی چارواکو هم څو ځله په قطر کې له طالب استازو سره رسمي لیده کاته کړي چې وروسته یې امریکایی رسنیو په اړه خبرونه خپاره کړل او طالبانو او امریکایانو دواړو یې تصدیق وکړ.
د طالبانو د سیاسي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې هیئت د دفتر د مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ ازبکستان ته سفر کړی.

ازبکستان ته د اسلامي امارت د هئیت د سفر په اړه د سیاسي دفتر اعلامیه
د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي د فتر یو هېئت د سیاسي د فتر د رئيس محترم شیر محمد عباس ستانکزي تر مشري لاندې د روان کال د اګست د میاشتې له شپږمې نیټې څخه تر لسمې نیټې پورې د ګاونډي هیواد ازبکستان د چارواکو په بلنه هغه هیواد ته سفر درلود.
په دې سفر کې نوموړې هېئت د ازبکستان د خارجه وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولس مشر استازي ښاغلي عصمت الله ارګاشیف سره وکتل او په افغانستان کې یې د ازبکستان له خوا د اوسنیو او راتلونکو ملي پروژو لکه د اورګاډي پټلۍ او د بریښنا د لین په امنیت خبرې وکړې.
همداشان له افغانستان څخه د خارجي قواوو د وتلو او دا چې په افغانستان کې څنګه سوله راتلای شي، په دې اړه د ازبکستان له چارواکو سره نظرونه تبادله شول.
محمد سهیل شاهین
د اسلامي امارت د سیاسی دفتر ویاند
۲۹/۱۱/۱۴۳۹هـ ق
۲۰/۵/۱۳۹۷هـ ش
ــ 2018/8/11م

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي