برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۲ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د طالبانو له چارواکو څخه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ غوښتنه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې میشل باشلیټ د طالبانو د حکومت له چارواکو غوښتي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.


هغه چې په ګینو کې د دغه سازمان د بشري حقونو د شورا په بېړنۍ غونډه کې خبرې کولې وویل چې د افغانستان ښځې او نجونې له سترې تباهۍ سره مخ دي.

اغلې باشليټ زیاته کړه چې ښځې له لوږې، کورني تاوتریخوالي، بې روزګارۍ او زده کړو ته د نه لاسرسي له امله ځورېږي او د دوی د تګ راتګ او جامو  پر ازادۍ  محدودیتونه لګول شوي دي.

په دې غونډه کې د پخواني افغان حکومت د سولې د مرکچي ټیم غړې فوزیې کوفي وویل، طالبانو د ښځو حقونو ته د درناوي په اړه خپلې ژمنې نه دي پوره کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی لري، خو د ښځو د حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو بې برخې کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي