برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۱ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو له سوله ییز اقدام څخه تبلیغاتي استفاده

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ددوی سوله ییز اقدام او د ۳ ورځو اوربند څخه د حکومت له لوري غلطه تبلیغاتي استفاده دا په ډاګه کوي چې هغوی د افغانانو لپاره سوله یوه حیاتي ضرورت نه بولي بلکې له دغه نامه څخه ابزاري استفاده کوي.


نوموړي ویلي چې حکومت او امریکایان که څه هم په ظاهره د سولې زارۍ او ننواتي کوي، خو عملا که طالبان په دې اړه یو څه وکړي، بیا په داسي فعالیتونو او تبلیغاتو لاس پوري کوي چې د سولې ضعیفه باور هم له منځه وړي.
ذبیح الله مجاهد ویلي چې طالبانو په منځ کې د تغییراتو کوم خبر چې اوس ورکول کیږي، دغه تر اوربند څو اونۍ تر مخه را منځته شوي او مسؤولین معزول شوي نه دي بلکې ترفیع شوي دي.
نوموړي همداراز وویل چې د هغو طالبانو پر وړاندي هیڅ قدم نه اخیستل کیږي چې ښارونو او یا د دولت تر ولکې لاندي سیمو ته ورغلي، او زیاته کړې چې دوی د هیڅ «مجاهد» په نیت او اراده شک نه لري.
د مجاهد په وینا د اختریز اوربند وروسته د دولتي ځواکونو په صف کې بې باوري زیاته شوې او هغوی په ډلو ډلو ددوی سره اړیکې نیسي، تسلیمیږي او ددوی تر ولکې لاندي سیمو کې خپل ژوند له سره پيلوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي