برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو لخوا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د عاملینو نیول

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې طالبانو په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو یو شمېر عاملین نیولي دي.


د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني د پولې پورې غاړې د ترهګرۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې طالبانو په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو یو شمېر عاملین نیولي دي.

جليل عباس جيلاني وويل، چې طالبانو د تورنو کسانو له نيولو وروسته پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړ.

طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو ویلي وو چې د پاکستاني طالبانو ځواکونه په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دغه هېواد پر پوځیانو خپل بریدونه پلانوي.

تر دې وړاندې د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو ویلي وو چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د دغه هېواد پر پوځیانو د بریدونو پلانونه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو دغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د نورو د ملامتولو پر ځای باید خپلې داخلي ستونزې په خپله حل کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي