برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۵ تیر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالبانو لخوا د محاصره شوي افغان کومانډویانو د صحرایی اعدام په اړه د متحده ایالاتو غبرګون

آریانانیوز: متحده ایالاتو د طالب جنګیالیو له لوري د تسلیم شویو افغان کمانډویانو صحرايي اعدام یو فجیع عمل بللی دی.


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس وویل چې متحده ایالات د طالب جنګیالیو دغه عمل غندي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه: واشنګټن د دغې ویډیو په سموالي باندې د شک کولو لپاره هېڅ دلیل نه لري.

د یادونې وړ ده چې یوې امریکایی رسنۍ د فاریاب په دولت آباد ولسوالۍ کې د اردو د کومانډویانو د وژلو ویډیو خپره کړې ، پدې ویډیو کې ، څو تنه افغان ځانګړي ځواکونه لیدل کېږي چې د طالبانو په محاصره کې دي او لاسونه یې پورته نیولي او وروسته د جګړې اصول له پامه غورځولو سره دطالب جنګیالیو له لخوا په ډزو وژل کېږي.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي