برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو لخوا د صهیونیسټي رژیم د بشر ضد اقداماتو غندنه

طالبانو په یوه پیغام کې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو غیر انساني کړنه غندلې ده.


د طالبانو د خارجه وزارت ویندوی عبدالقهار بلخی وویل د صهیونیسټ رژیم له خوا د غزې په محاصره شویو سیمو کښې د بریښنا، خوراک او اوبو د بندولو پریکړه له ټولو نړیوالو قوانینو او کنوانسیونونو سره په ښکاره تضاد کښې ده .

بلخي زیاته کړه چې دا کار د اندېښنې وړ او د منلو وړ نه دی.

بلخي وویل موږ له ټولو هېوادونو او مخکښو نړیوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې د مظلومو فلسطینیانو د ډله ییزې سزا مخه ونیسي چې په حقیقت کې د فلسطیني مقاومت د ځواکونو په وړاندې د اسرائیلو د توکمپاله رژیم د امنیتي ځواکونو د ناکامۍ له امله ترسره کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي