برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۱ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالبانو لخوا د توکمیزو او مذهبي لږکیو د اجباري مهاجرت دوام

آریانانیوز: د طالبانو ځواکونه په افغانستان کې پر توکمیزو او مذهبي لږکیو بریدونو ته دوام ورکوي او هغوی اړ باسي چې خپل کورونه او ځمکې پریږدي.


ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو ډله له نړیوالې ټولنې سره له خپلو ژمنو سره سره، په افغانستان کې پر توکمیزو او مذهبی اقلیتونو بریدونو ته دوام ورکوی او د خپلو کورونو او ځمکو پریښودو ته یې مجبوروي.

تر دې دمه د افغانستان په شمال کې تر زرو زیات ازبک او ترکمن اقلیتونه او د هزاره اقلیت په سلګونو شیعه کورنۍ په پنځو ولایتونو کې له خپلو کورونو او ځمکو څخه په زوره کډه شوي دي.

طالبان ادعا کوي چې په تېرو حکومتونو کې ځمکې په ناعادلانه ډول وېشل شوې وې او اوس پښتانه، چې د طالبانو اکثریت جوړوي، له 20 زره هکتاره زیاته ځمکه یې غصب کړې ده.

افغان رسنیو ویلي، چې طالبانو نیول شوې سیمې د تحریک د غړو او پلویانو تر منځ وېشلې دي او زیاته کړې یې ده، چې طالب چارواکو ژمنه کړې، چې د ځمکو او کورونو د غصب په اړه د څېړنو لپاره به پلاوی واستوي، خو تر اوسه کوم پلاوی نه دی لېږل شوی.

شریک یي کړئ!