برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو سره به ډېر ژر پر سوله وغږېږو

آریانانیوز: له شاوخوا دېرشو سیاسي څېرو او ګوندونو جوړ «لوی ملي ائتلاف» وايي، ډېر ژر به له طالبانو سره د سولې اړوند نظرونه شریک کړي.


د دې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ازادي راډيو ته ويلي، چې حکومت نور په هغه موقف کې نه دی، چې یا جګړه یا هم سوله مدیریت کړای شي.
هغه وايي دلته یوه تشه رامنځته شوې او دوی غواړي دا تشه ډکه کړي او د سولې اړوند هڅې وکړي.
سرچینې د دې ائتلاف د بل غړي حضرت علي له خولې ويلي، د دوی په استازیتوب به له طالبانو سره د تېر جهاد قومندان اسماعیل خان یا هم مخکیني ولسمشر حامد کرزی خبرې وکړي.
چې اسماعیل خان بې خبري ښوودلې او حامد کرزي اصلاً څه نه دي ويلي.
طالبانو هم له سیاسي ګوندونو سره د خبرو په اړه څه نه دي ويلي، خو وړاندې تر دې يې د اسماعیل خان يوه وړاندیز ته هرکلی کړی و.
د روان لمریز کال په لومړیو کې اسماعیل خان له طالبانو وغوښتل، چې که د ګډ حکومت مشرانو سره خبرې نه کوي، د تېر جهاد له مخکښانو سره دې خبرې وکړي، چې طالبانو يې هم هرکلی وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي