برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر: که متحده ایالات د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني، موږ به هغه هیواد ته ګواښ ته دوام ورکړو

آریانانیوز: سراج الدین حقاني ویلي، چې امریکا د طالبانو په رسمیت نه پیژندلو سره د دښمنۍ دروازې په بشپړه توګه خلاصې ساتي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د طالبانو په اړه د امریکا پر تګلارې نیوکه وکړه او ویې ویل: واشنګټن له موږ سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو مخه نیولې او دا کار د منلو وړ نه دی.

سراج الدین حقاني الجزیرې ته ویلي، که امریکا دوی په رسمیت ونه پیژني، د دغه هېواد پر وړاندې به ګواښ بیا پیل شي.

د حقاني په وینا، امریکا د طالبانو په رسمیت نه پېژندلو سره له افغانانو سره د دښمنۍ دروازې خلاصې ساتلې دي.

حقاني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نړۍ د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو، بشري حقونو ته د درناوي، د ښځو د حقونو په ګډون، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د القاعده په څیر له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په ګډون شرطونه وړاندې کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي