برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د طالبانو د پخواني مشر په وژنه کې د پاکستان د استخباراتو رول

آریانانیوز: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر وايي، ملا عمر د ملا منصور او د پاکستان د استخباراتو له خوا وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر وایي چې لوړ پوړي طالب چارواکي د ملا منصور او د پاکستان د استخباراتو له خوا د ملا عمر د وژنې څخه خبر دي.

رحمت الله نبیل د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د علت په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هغه د پاکستان د استخباراتو په همکارۍ په تدریجي ډول د ملا اختر منصور (د طالبانو د پخواني مشر) له خوا وژل شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي لکه ملا حسن اخند (د طالبانو رئیس الوزرا) په دې خبر دي.

په ۲۰۱۵ کال کې د ملا عمر د مړینې له افشا کېدو وروسته طالبانو ملا اختر منصور د هغه ځای ناستی وټاکه. د ملا عمر د مړینې په نهم کال کې طالبانو اعلان وکړ چې نوموړی په افغانستان کې د سل ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

شریک یي کړئ!