برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو د ویری له امله امنيتي عسکرو پوستې پريښي

آریانانیوز: د لوګر ولایت د مرکز او دوه ولسواليو څو مهمې پوستې وروسته له هغه امنيتي ځواکونو پريښي دي چې کله په دغه سيمه کې د طالبانو بريدونه او ګواښونه زيات شول.


د لوګر ولايت چارواکي وايي چې دوی دغه پوستې د تکتيکي شاتګ او د ممکنه مرګ ژوبلې د پيښېدو له امله پريښي دي خو طالبان وايي چې حکومتي عسکر نشي کولای چې دغه پوستې ټينګې کړي.
دغه پوستې چې په مرکز پل علم، بره کي برک او محمد اغې ولسوالۍ کې دې له تيرو اوو کالونو راهيسې جوړې شوې او فعالې وې.
د بره کي برک ولسوالۍ يو تن قومي مشر عبدالله رسنيو ته وويل چې دا پوسته له ډيرې مودې راهيسې د طالبانو تر بريدونو لاندې وه چې د همدې بريدونو له امله عسکر ورڅخه ووتل او اوس د طالبانو په لاس کې ده.
عبدالله وويل چې ددې پوستو په پرېښودو سره د سيمې خلک له دولت څخه ناهيلي شوي دي او وايي چې حکومت نه شي کولای چې د طالبانو په وړاندې جګړه وکړي.
بل لور ته د محمد اغې ولسوالۍ د زرغون ښار يو تن اوسېدونکی حاجي داوود وايي چې افغان امنيتي ځواکونو چې ددوی په سيمه کې له تيرو څو کلونو راهيسې کومه پوسته اچولې وه تيره ورځ يې د طالبانو له ويرې لرې کړه.
د حاجي داوود په وينا کله چې عسکر له پوستې څخه ووتل نو طالبان ورته راغلل او خپل سپين بیرغونه يې پرې ودرول چې اوس هم د طالبانو په لاس کې ده.
د مرکز پل علم د پوستې په اړه هم يو تن قومي مخور اغاجان وويل چې دلته د غره په لمنه کې يوه پوسته وه چې کله ناکله به يې عسکر کلي ته د تالاشۍ له پاره راتلل چې تيره شپه يې ټول وسايل بار کړي او له سيمې څخه وتلي دي.
اغاجان ويلي دي چې د سيمې خلک وايي چې حکومت د طالبانو په وړاندې جګړه کې ناکام شوی دی او اوس تر خپل کنټرول لاندې سيمې څه چې پوستې هم نشي ساتلی.
بل لور ته طالبانو هم دغه موضوع تائيد کړې ده او ويلي يې دي چې دا پوستې د طالبانو د بريدونو د فشارونو له امله پرېښودل شوي دي.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي: (( حکومت نه شواى کولی چې خپلې امنیتي پوستې وساتي او ورته اکمالات وکړي، نو ځکه طالبانو پوستې ورڅخه ونیولې.))
تر دې وړاندې په دغو سیمو کې ډیر وخت د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړې شوي دي چې بالاخره عسکر د سيمې پريښودو ته اړ شوي دي.

شریک یي کړئ!