برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالبانو د وژونکو لپاره د پاکستان د استخباراتو ځانګړې روزنه

آریانانیوز: د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، د پاکستان استخبارات له دریو کلونو راهیسې طالبانو ته د افغانانو د وژلو روزنه ورکوي.


د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبان باید له منځه یوړل شي او هېواد ملي مقاومت ته اړتیا لري.

د افغانستان د مفرور ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په یوه ټویټ کې لیکلي، چې طالبان باید له منځه ولاړ شي او مقاومت یوه ملي اړتیا ده.

هغه په ننګرهار ولایت کې د واده پر مراسمو د ډزو په غبرګون کې زیاته کړه: طالبانو د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې ۱۳ تنه د واده په مراسمو کې د موسیقۍ د خپرولو له امله وژلي دي.

صالح زیاته کړه چې د پاکستان استخباراتو له ۲۵ کلونو راهیسې طالبان روزلي چې افغانان ووژني او پر ځای یې د آی ایس آی له خوا طرحه شوی تعصب ځای پر ځای کړي چې زموږ خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي.

د یادولو ده، چې څو ورځې وړاندې طالب جنګیالیو په ننګرهار ولایت کې د واده پر یوه محفل د موسیقۍ خپرولو له امله ډزې وکړې.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي