برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۶ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالبانو د سقوط په اړه د امرالله صالح په زړه پورې وړاندوینه

آریانانیوز: د امرالله صالح په وینا، د پاکستان د پوځ د ګټو ړانده تعقیب او اقتصادي سقوط هغه عمده عوامل دي چې په نهایت کې به د طالبانو د مرګ او سقوط لامل شي.


ښاغلي صالح په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې د پاکستاني پوځيانو د ګټو ړانده تعقيب او اقتصادي سقوط له هغو مهمو عواملو څخه دي، چې په نهایت کې به د طالبانو د مرګ او سقوط لامل شي.

نوموړي همدا راز (د ملت بې باوري او له هغه څخه جلا کېدل)، (د بیوروکراسۍ سقوط) او (په افغانستان کې بېلابېل ځپنه) د طالبانو د سقوط د نورو عواملو په توګه یاد کړل.

ښاغلي صالح زیاته کړه چې په افغانستان کې د ترهګرۍ او نشه یي توکو د ملاتړ لپاره د پاکستان د استخباراتو دسیسې به دوام ونه کړي.

امرالله صالح دا څرګندونې پر داسې حال کوي، چې په دې ورځو کې د افغانيو ارزښت په تېرو۲۰ کلونو کې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلى او ويل کېږي، چې هر ډالر تر ۱۰۹ افغانيو هم پیرل او پلورل کېږي.

شریک یي کړئ!