برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۲ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د طالبانو د دفاع وزارت په ټولو پوځي اډو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع کړل

آریانانیوز: د طالبانو د دفاع وزارت په ټولو پوځي اډو کې د ځیرک تلفونونو کارول منع کړي دي.


دغه وزارت په یوه بیان کې ویلي چې د اسلامي امارت د دفاع وزارت د مشر ملا محمد یعقوب په لارښوونه په پوځي اډو کې د ځیرک موبایلونو کارول منع شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب ویلي، د سمارټ فون کارول د وخت ضایع کول دي او د پوځیانو پر ذهنونو هم منفي اغیزه لري.

بیان زیاتوي چې د قول اردوګانو، لواګانو او قطعاتو پرته نور طالب وسله وال اجازه نه لري چې سمارټ فونونه وکاروي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي