برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۸ خرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند: امریکا د افغانستان د وابستګۍ په لټه کې ده

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د افغانستان د خلکو دښمنان هڅه کوي چې هېواد او خلک یې په بهر پورې تړلي وساتي.


د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي، چې د پوځي اشغال له پای ته رسیدو وروسته، یرغلګر هڅه کوي، چې په بېلابېلو بهانو افغانستان تش کړي، څو په نورو هېوادونو تکیه وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي: د نظامي اشغال له پای ته رسیدو وروسته، یرغلګر هڅه کوي، چې افغانستان د مختلفو بهانو له مخې د متخصصو، مسلکي او اکاډمیکو کارکوونکو له وجود څخه خالی کړي، تر څو هېواد په ځان بسیا نه شي.

ښاغلي تکل په دې خبرې سره چې افغانستان لازم ظرفیتونه لري وویل: اوس هم د يو شمېر افغانانو ژوند د ډله ييزو رسنيو له لارې ښه انځورېږي، په داسې حال کې چې د دوی ژوند ډېر ستونزمن دی او ډېر افغانان په کمپونو کې په ډېر بد حالت کې ژوند کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي