برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند: افغانان د امریکا د بندیزونو اصلي قربانیان دي

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نړۍ له هېوادونو د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د نړۍ د هېوادونو د بشري مرستو قدرداني وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د یوه متحرک اقتصاد د ترلاسه کولو لپاره له افغانستان سره مرسته وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند د نړۍ د هېوادونو له خوا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د امریکا د بندیزونو اصلي قربانیان او اشغالګر ملګري یې د افغانستان خلک دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که دا مرستې ازادې شي، د افغانستان پر اقتصاد به مثبت اغېز وکړي؛ په همدې حال کې په افغانستان کې فقر پراخ شوی دی.

د دې ترڅنګ د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي، په ورته وخت کې ملګرو ملتونو د افغانستان له خلکو سره د بېړنیو مرستو لپاره د ۱۷۲ میلیونو ډالرو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي