برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۴ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانو درې کسیز پلاوی سفرمسکو ته

آریانانیوز: د شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو درې کسیز پلاوی روسیې ته تللی شیرمحمد عباس ستانکزي سره په دغه سفر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین او غړی قاري دین محمد حنیف هم یوځای دي
ښاغلي ستانکزي د روسیې سفر پر مهال د روسیې د دولتي تلویزون سره مرکه هم کړې ده نوموړي په دغه مرکه کې د خبریال د دغه پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا د جمهور رییس ډونالډ ټرمپ څخه څنګه تمه لرئ چې هم يې عسکر وژنئ او هم دې هغه له تاسو سره مذاکرات هم وکړي؟ وویل چې که امریکایان پر دوی بمباري کولای شي او د دوی زر کسان وژلی شي نو دوی هم د ځان څخه د دفاع حق لري
ستانکزي وویل «پر دوهمه ورځ کله چې ټرمپ له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل، د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو يې وویل چې موږ په تېرو څلورو ورځو کې زر طالبان وژلي دي. نو که دوی زموږ څخه ۱۰۰۰ وژلای شي، موږ ولې ددوی یو او یا دوه ونه شو وژلای؟»
طالب استازي زیاته کړه چې دا یې مسلم حق دی چې د خپل ځان او بې ګناه ولس څخه دفاع وکړي او د یو بهرني اشغال خلاف جګړه وکړي
د نوموړي په وینا طالبان اوس هم مذاکراتو ته ژمن دي او پر دې باور دي چې د افغانستان د شخړې حل یواځې په خبرو ممکن دی او دوی تمه لري چې ټرمپ به یو ځل بیا پر خپل اعلان له سره غور وکړي او له هغه ځایه بېرته خبرې پیل کړي چېرې چې متوقفې شوي دي
ستانکزي وویل چې په افغانستان کې جګړه پر دوی تپل شوې ځکه دوی امریکا پسې نه دي ورغلي بلکې امریکايي ځواکونه افغانستان ته راغلي دي
طالب مشر په وینا د لومړی ځل نه دی چې امریکا له دوی سره مذاکرات لغوه کوي بلکې تر دې وړاندې هم دوه ځل د مذاکراتو په وروستۍ مرحله کې د امریکا له خوا مذاکرات لغوه شوي دي
هغه وویل: «متاسفانه هر وخت چې مونږ یوې نهايي هوکړې ته ورسیږو د امریکایانو له خوا [مذاکرات] لغوه کیږي. وروستي مذاکرات چې د ټرمپ په اوامرو لغوه شول دا دریم ځل وو چې دغه ډول د سولې یوه هوکړه لغوه کیږي. تر دې وړاندې دوه ځله د بارک اوباما په ولسمشرۍ کې هم د سولې مذاکرات لغوه شوي وو»
ستانکزي یو ځل بیا پر دې ټینګار وکړ چې دوی سولې ته ژمن دي او دې ته تیار دي چې بهرنیو ځواکونو ته د وتلو لپاره خوندي لاره ورکړي..

هغه وویل چې که امریکایان سوله نه غواړي موږ له ځانه په دفاع مجبور یو ولو که دغه حالت سل کاله نور هم دوام وکړي
د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر څو ورځې وړاندې د طالبانو سره د سولې مذاکرات له دې کبله لغوه کړه چې ګواکې په افغانستان کې یې طالبانو یو امریکايي عسکر وژلی دی
دا په داسې حال کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پیمپیو ادعا وکړه چې په څلورو ورځو کې یې ۱۰۰۰ طالبان وژلي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي