برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو خبرپاڼه

د طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددوی اوربند د کابل حکومت د اوربند په مقابل کې نه بلکې د ولس د هوساینې په خاطر وو چې نن ماښام به پایته ورسیږي.



په خبرپاڼه کې طالب جنګالیو ته د پخوا په شان د «بهرنیو اشغالګرو او کورنیو ګوډاګیانو» پر ضد د بریدونو امر شوی دی.
دا اوربند چې د افغانستان په اوږده جګړه کې لومړۍ تجربه وه، د هیواد په سرتاسرۍ کې يې د امنیت یوه بې سارې فضا جوړه کړه او په ډیرو ځایونو کې وسلوالو طالبانو او دولتي ځواکونه سره ولیدل او یو ځای یې اختر ولمانځه.
د یادونې وړ ده چې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني له خپلې لوري اوربند تمدید کړ او د ۴۶ بندیانو د خوشي کولو ژمنه یې وکړه.
د کتونکو په باور که حکومت پر خپله وعده ودریږي او له خپله اړخه اوربند ته ادامه ورکړي نو بیا به هم د ملکي تلفاتو کچه ډېره را ټیټه شي او د طالبانو تر لیکو شاته به چاپې او بمبارۍ ودریږي چې په مجموع کې به ملکي تلفات او د جګړو توندي را ټیټه شي.

طالبانو په خپلې خبرپاڼې کې لاندي ټکو ته هم اشاره کړې: (کټ مټ متن):
په تیرو دریو ورځو کې د اوربند په ښه توګه تطبیق لاندې ټکي ښکاره او په ګوته کړل:
ــ دا خبره ثابته شوه چې اسلامي امارت د روان جهاد او مبارزې واک او قوت په اختیار کې لري، هیڅ بهرنی لاس نشته ورسره، صف يې متحد او یو موټی دی، چې د اوربند په څیر مهمو موضوعاتو په اړه هم پریکړه کولی او عملي کولای شي.
ــ اسلامي امارت د کابل ادارې ټولو نظامي او غیر نظامي افرادو ته یو ښه فرصت ورکړ چې د اسلامي امارت مجاهدین په صحیح معنا وپيژني او د امریکايي ملاتړ څخه لاس واخلي، ترڅو مو هېواد د بهرني اشغال له شر څخه وژغورل شي او په ټول هېواد د اسلامي نظام اقامې ته لاره پرانستل شي.
ــ په تیر کې زموږ دښمنانو تبلیغات کړی وو چې په افغانستان له دوی سره شل ډلې جګړه کوي او یاداچې اسلامي امارت یوه خوله او یو صف نه دی، مګر اوس ټولو ته د لمر په ډول څرګنده شوه چې دا ادعا غلطه وه او دجهاد په صف کي متعددي ډلي نشته، اسلامي امارت په ټول هېواد کې د جهاد رهبري په لاس کې لري او افراد يې کلک اطاعت کوي.
ــ د اسلامي امارت لخوا د اوربند اعلان، عملي کیدو، له مجاهدینو څخه پراخ ولسي ملاتړ او هرکلي دا خبره ښکاره کړه چې د اسلامي امارت او ځوریدلي اولس داعیه یوه ده، ټول د بهرني اشغالګرو وتل او د اسلامي نظام اقامه غواړي.
ــ د اسلامي امارت لخوا ټولې پریکړې د شریعت په اساس او د اولس په ګټه ترسره کیږي، د هېواد بشپړه آزادي او دلته د سوچه اسلامي نظام اقامه زموږ د شریعت حکم او د ملیونونو شهیدانو، یتیمانو، ګونډو او بورو تر ټولو لوړ آرمان دی چې په هيڅ ډول او د هیڅ امتیاز په بدل کې به پرې معامله ونشي.
ــ امریکايي اشغالګر جهت نور باید حقائق درک او ومني، له بې ځایه سرتمبګۍ څخه دي لاس واخلي، د روانې معضلې د هواري لپاره دې مخامخ له اسلامي امارت سره د دیالوګ لاره غوره کړي اوخپل اشغالګر ځواکونه دي له افغانستان څخه وباسي.
ــ ټول هیوادوال او مجاهدین دې خبر وي چي د کابل له ګوډاګۍ ادارې سره هیڅ راز ښکاره او پټ مذاکرات جریان نه لري، په دې اړه چې مخالف لوری څومره بي اساسه تبلیغات او دعامه اذهانو د تیر ایستلو هڅه کوي، هغه نور هم روان بهران پیچلی کوي او د سولې په اړه د ګټي په ځای تاوان کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي