برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالبانو حکومت تر اوسني حالت څو چنده ښه و

آریانانیوز: په ولسي جرګه کې د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي تر اوسني حکومت ‏د طالبانو واکمني څو چنده ښه وه‎.



هغه په یوه تلویزوني بحث کې وویل، امریکا دلته د ټولو بدبختیو مور ده او څوک چې ځان ته مسلمان وايي باید ملاتړ يې ونه ‏کړي‎. ‎
بارکزی چې راتلونکو ټاکنو ته له کابل څخه نوماند دی وايي، امریکا دلته تعرض کړی، خو دا باید واضح وي: «دا وطن د طالب ‏دی، خو د ټرمپ نه دی‎.»‎
د ولسي جرګې دې غړي پر ولسي خلکو بمبارونه، فساد، پر امنیتي ځواکونو د امریکا بمباري او له افغان کانونو نه د امریکایانو ‏ګټه د امریکا د زیانونو په ډول یاد کړل‎. ‎
هغه وویل: «موږ ته د کال څلور میلیارده ډالر راکوي، خو یوازې له هلمنده يې تر سل میلیارده ډېر قاچاق کړی دی‎.»‎
بارکزي زیاته کړه، طالبانو يې دوه زامن ور وژلي دي، له خپلې سیمې يې راشړلی خو بیا هم اعتراف کوي:«طالبان زموږ وروڼه ‏دي، موږ له دوی سره جوړېږو خو له امریکا سره نه‎.»‎
پرون د امریکايي یرغل ۱۷ کلونه پوره شول، چې د ګارډین په حواله تر ۳۵۰۰ ډېر د ناټو عسکر پکې وژل شوي او ۲۱۷زره ‏عام افغانان پکې وژل شوي دي‎. ‎

شریک یي کړئ!