برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۱ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانو بندیانو د خوشي کولو صلاحیت

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د سولې په چارو کښې د حکومت د وزارت ویاندې ناجیه انوري وویل د طالبانو د بندیانو خوشي کول د حکومت په صلاحیت کښې شامل دي او په دې اړه چې د حکومت لخوا هرډول فیصله وشي نو د ملي ګټو پراساس او د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره به وي .
دا په داسې حال کښې دي چې ځینو رسنیو د قطر پلازمینې دوحې ته د افغانستان د شپږو حکومتي چارواکو د سفر خبر ورکړی دی او هدف یې هم له طالبانو سره د مقدماتي تماسونو رامینځته کول دي .
په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي دي د امریکا او د طالبانو ترمینځ د سولې د موافقې له لاسلیک کیدا وروسته د کابل حکومت پینځه زره (۵۰۰۰) دطالبانو بندیان خوشي کوي .
د افغانستان حکومتي چارواکو تراوسه له امریکا سره د طالبانو د سولې دموافقې له لاسلیک کیدا وروسته د طالبانو د بندیانو د خوشي کیدا په هکله څه نه دي ویلي

شریک یي کړئ!