برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۴ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د طالبانو او ملي مقاومت جبهې ترمنځ د وروستیو نښتو په اړه د وال سټریټ ژورنال غبرګون

آریانانیوز: وال سټریټ ژورنال په دې وروستیو کې د افغانستان د ملي مقاومت جبهې چې د افغان مقاومت د جبهې په نوم یادیږي د فعالیتونو په اړه راپورونه هڅوونکي بللي.


د ایندپنډنټ په وینا، وال سټریټ ژورنال پرون په یوه نوې مقاله کې چې د ورځپاڼې د مدیر له خوا خپره شوې، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر پر څرګندونو نیوکه کړې او لیکلي یې دي: دا سمه ده چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه وروسته له هغه پای ته ورسېده چې جوبایډن طالبانو ته تسلیم شو، خو دا څرګندونې په افغانستان کې د پرتو افغانانو لپاره د مایوسۍ وړ دي.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي و، چې ښايي دا مسخره ښکاري، خو په افغانستان کې نسبي ارامي او ثبات شته.

بلینکن د امریکا په کانګرس کې په خپله وروستۍ وینا کې هم ومنله چې ۱۲۶ امریکایان لا هم په افغانستان کې بند پاتې دي او ۳۷ یې له دغه هېواده د وتلو په لټه کې دي. هغه زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د دغو کسانو د وتلو لپاره زمینه برابره کړي.

د وال سټریټ په وینا د امریکا د حکومت اقداماتو په افغانستان کې د زرګونو امریکايي همکارانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی. وال سټریټ ژورنال هم پر طالبانو د ملي مقاومت د جبهې بریدونه چې په دې وروستیو کې یې د ځینو سیمو کنټرول په لاس کې اخیستی، ښه خبر بللی دی.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي