برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانو او حکومت څخه د اوربند غوښته

آریانانیوز: د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي؛ له طالبانو غواړو، د سولې غږ پورته او اوربند وکړي. مونږ له ښکېلو خواوو غواړو، چې دا کار وکړي او وینه توییدنه پای ته ورسوي؛ ځکه دغه حالت د هیچا په ګټه ندی.


یو شمېر سناتوران پدې باور دي، چې په افغانستان کې د روانې جګړې لپاره هیڅ دلیل نشته.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال هم وايي؛ د سولې د خبرو لپاره باید مناسبه تګلاره جوړه شي، چې په هېواد کې جګړه پای ومومي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال: محمد علم ایزدیار وایي، چې خلک له روانې جګړې ستړي شوي او هره ورځ وژل کیږي. د تلپاتې سولې لپاره باید سمه لار ولټول شي، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله رلامنځته شي.
د مشرانو جرګې غړي ټينګار کوي، چې لږ تر لږه د روژې په میاشت کې باید خلک په اوربند کې ژوند وکړي.
د مشرانو جرګې غړي عبدالطیف نهضت یار ویلي، چې نور؛ نو د جګړې د غزولو لپاره کوم دلیل نشته باید جګړه پای ومومي او په ځانګړي توګه د روژې په مبارکه میاشت کې د مسلمان وینه ونه بهیږي.
د مشرانو جرګې زیاتره غړي پدې باور دي، چې اوس په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو او سولې ته د رسیدلو زمینه برابره شوې؛ نو، ځکه وسلوال طالبان دې خپل دریځ نرم کړي او د افغانانو خپلمنځي خبرو او سولې ته دې غاړه کیدي
د ګډو ځواکونو د بمبار له امله درنه ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته شوې
د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې د سختي بمبارۍ له کبله څه کم سلو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
د بکواه ولسوال عبدالغفورمجاهد وایې د بهرنیو او کورنیو ځواکونو په ګډ بمبار کې چې تیره ورځ د دغې ولسوالۍ په آشکین، چربک او نورو سیمو کې ترسره شوې؛ د۵۰ په شاوخوا کې ولسي کسان شهیدان شوي دي.
نوموړی زیاتوي، په وژل شویو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي دي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
بل پلو د فراه امنیه قومندانۍ ویاند محب الله محب، دغه سخت بمبار تائید کړی چې په وینا یې د بهرنیانو په مرسته ترسره شوی، خو ادعا یې کړي چې په نښه شوي وګړي ټول طالبان دي.

د امنیه قومندانۍ دغه چارواکي دا هم ویلي چې په بمبار کې یې د نشیي توکو یو شمېر فابریکې هم په نښه کړي دي.
خو د سیمې عام خلک بیا دا ادعا پروپاګند بولي او زیاتوي چې د پیښې پر مهال، په یادو سیمو کې هیڅ وسلوال طالب شتون نه درلود.
ځایي خلک وایي، الوتکو د بکوا ولسوالي په نداشکین، چربک، پنجشنبي بازار، شنبي بازار، پلوشي، نیک محمد دکانو او سپين کاریز سیمو کي د ملکي خلکو کورونه، باغونه، او کروندې له یوې مخي تر سخت بمبار لاندي ونیول، چې په وینا یې له توپیر پرته یې هرڅه په نښه کړي او خورا دروند انساني او مالي زیان یې رامنځ ته کړ.
چي په وینا یې تراوسه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۱ تنه شهیدان او ۲۶ زخمیان له خاورو او لوټو څخه را ایستل شوي، د خلکو په وینا ویره شته چې تلفات تر دې هم زیات شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي