برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۷ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق څارنه

آریانانیوز: دټاس خبري اژانس د کابلوف له قوله لیکلي، چې طالبان او امریکایان په دې سلا دي، چې د روسیې په ګډون یو شمېر هیوادونه باید د دواړو لورو تر منځ د توافق له لاسلیک څارنه وکړي او مسکو دې ګام ته تیار دی
نوموړي زیاته کړې « دا مهال په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې روانې دي او د توافق د لاسلیک کېدلو لپاره د ځمکنیو شرایطو د برابرولو په اړه بحث کېږي، موږ ددې خبرو له بریا سره علاقه لرو
د کابلوف په قول، د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو بریا دوی او د هغوی تر منځ د توافق د لاسلیک په مراسمو کې شتون ورته ارزښتمن برېښي؛ ځکه ګډون پکې کوي
روسیه داسې مهال د طالبانو او امریکا تر منځ د توافق څار ته لېوالتیا ښيي، چې د یادو دواړو لورو تر منځ په تېره سپتمبر میاشت کې درېدلې خبرې یو ځل بیا په دوحه کې روانې شوې او دا ځل تر ډېره داسې تمې شته، چې ښایي پیل شوي مذاکرات پر یوه توافق ور تم شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي