برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د طالبانواوآمریکایانوترمنځ د موافقې له مسودې د مفادو خبر

آریانانیوز: دیوراپورله مخی صدیق صدیقي پرون وویل: د افغانستان حکومت په قطر کښې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د خبرواترو د اتم پړاؤ له ټولو جزئیاتو خبر دی خو د موجودو حساسیتونو په وجه د طرفینو د موافقې جزئیات له رسنیو سره نه شي شریکولی
سیمه ایزې سرچینې وايي د امریکې او طالب ډلې د موافقې له مخې، په وړومبي پړاؤ کښې پنځه زره امریکايي پوځیان په څلورو میاشتو کښې له افغانستانه وځي
د افغانستان حکومت هم د دغې موافقې له مخې دنده لري چې په راتلونکو دوو اونیو کښې د طالب ډلې لس زره زنداني غړي، خوشې کړي
ټاکل شوې چې د امریکې او طالبانو ترمینځ د صلحې د موافقې له لاسلیکیدو وروسته یوه (بین الافغاني) غونډه د ناروی په اوسلو ښار کښې ترسره شي او په کښې د افغانستان د راتلونکي حکومت د جوړښت او د ښکیلو لورو ترمینځ د قدرت د ویش په هکله په کښې خبرې اترې وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي