برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ضامن د رول ادا کولو لپاره له چين او روسې څخه د طالبان هيله

آریانانیوز: محمد سهېل شاهين د روسيې له تاس خبري آژانس سره په يوه مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې په امريکې باندې اعتماد کول ګران کار دی وويل: له دې وروسته چې د صلحې يوې موافقې ته د رسېدو بهير پوره شي نو د دغې موافقې په رسمي توګه د اعلانولو په مراسمو کښې به روسيه او چين د ضامنانو په توګه او ځينې ګاونډي هېوادونه او اوملګري ملتونه به د شاهدانو په توګه شتون ولري.
دطالبانو د دغه لوړ رتبه غړي څرګندونې په داسې حال کښې دي چې له امريکې سره د دغې ډلې د خبرو اترو اوو پړاونو تراوسه څه محسوسېدونکې نتيجه نه ده لرلې.
له امريکې سره د هر ډول موافقې د ضامنانو په توګه له روسيې او چين څخه د طالبانو هيله د دې ښودنه کوي چې دغه ډله په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت لپاره د موافقې په وړاندې د امريکې لوظ ماتونې ته اندېښمنه ده.
له امريکې څخه د طالبانو ترټولو مهمه غوښتنه له افغانستانه د ټولو بهرنيو فوځيانو وېستل او له داعش ترهه ګرې ډلې سره د مبارزې په شمول په هر ډول بهانې سره دغه هېواد ته بيا نه ستنېدل دي.
په مقابل کښې د امريکې غوښتنې هم د طالب ډلې لخوا په افغانستان کښې د جنګ ختمول، د وسلې اېښودل او په دغه هېواد کښې د ملي پخوله ينې له بهير سره د دغې ډلې يوځاے کېدل دي.
په داسې حالاتو کښې چې امريکه په نړيوال ډګر کښې د دوو اړخيزو او څو اړخيزو ژمنو ترټولو لويه خلاف ورزي کونکې ده طالب ډله اندېښمنه ده چې د دغې ډلې لخوا د وسلو له اېښودلو او د جنګ له ختمېدو وروسته سپينۍ ماڼۍ به د تل په شان له افغانستانه د خپلو او نېټو د ځواکونو په پوره وېستلو کښې خپله اصلي ژمنه پوره نه کړي چې په داسې صورت کښې به له واشنګټن سره له موافقې نه مخکښيني دوران ته د طالبانو ستنېدل به مشکل وي.
په همدې وجه ده چې طالبانو د خپلو وروستيو مياشتو د دريځونو په تکرارولو سره په افغانستان کښې د صلحې په هر ډول احتمالي موافقه کښې د امريکې د ژمنو د پوره کولو لپاره د چين او روسيې لخوا د ضامنانو په توګه د رول لوبولو غوښتونکي دي چې البته داسې يوه لاره چاره هم له افغانستانه د پوره وتلو لپاره څه ضمانت نه شي ورکولې.
په تېره بيا دا چې په اوس حال کښې د چين په خلاف د امريکې تجارتي جنګ او همدارنګ په مختلفو برخو کښې د امريکې او روسيې ترمېنځ تاوتريخوالي د دې سبب کيږي چې له افغانستان سره د صلحې په مسئله کښې له سپينې ماڼۍ سره د صلحې د هر ډول موافقې د ضامن په توګه له بيجنګ او ماسکو څخه د طالبانو د هيلې وړ رول لوبونه به په دې لړ کښې دومره موثره نه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي