برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د صفر یو قطعې ځواکونو خبریالان ډبولي

آریانانیوز: د کابل په لوېدیځ کې د صفر یو قطعې پر ځواکونو له موټر بم برید وروسته، دې ځواکونو له پېښې عکاسي کوونکي خبریالان ډبولي.


طالبانو نن سهار وختي د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ سیمه کې د صفر یو قطعې پر ځواکونو موټر بم برید وکړ، چې د کابل امنیتي مسؤلینو پکې د څلورو تنو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو پخلی کړی دی.
له پېښې نه د کابل نیوز تلویزون او د پژواک خبري اژانس خبریالانو عکاسي کوله چې د یادې قعطې د عسکرو تر کونداغونو لاندې راغلل.
په پېښه کې د کابل نیوز تلویزون عکاس ډبول شوی او کېمره يې ور ماته کړې ده.
د پژواک خبري اژانس هم هغه تصویر اخیستونکی ډبول شوی چې له پېښې يې د عکاسۍ هڅه کوله.
د ورته پېښو پر مهال ډېری وخت هغه خبریالان چې د حالاتو د راپور کولو لپاره په بېړه رسېدلي وي، د ځواکونو له ورته غبرګونونو سره مخ شوي دي، دوی ډېری وخت د پېښې تر ځای کړۍ را تاووي او د تلفاتو له پټولو وروسته رسنیو ته اجازه ورکوي.
تر اوسه د خبریالانو ټولنې په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو څو ورځې وړاندې د خبریالانو د خوندیتوب ادارې له لوري د روان کال لومړۍ شپږ میاشتې د رسنیو لپاره غموونکې بلل شوې وې.

شریک یي کړئ!