برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د سیما سمر انتقاد ته د ولسمشرۍ ماڼۍ غبرګون

آریانانیوز: د ولسمشرۍ ماڼۍ د بشري حقونو پر وزیرې د نیوکې په تړاو وايي چې د میرمن سمر ګوښه کول یوه اداري عمل دی او هیڅ سیاسي اړخ نه لري ...


حکومت د بشري حقونو لپاره د دولت وزیر او د اقتصادي پراختیا لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي پوستونه لغوه کړل.

د ولسمشرۍ دفتر په حکومت کې د دوو پوستونو د لغوه کیدو خبر تایید کړ.

سیما سمر، د حکومت وزیر د بشر د حقوقو په چارو کی وه ، او محمد یوسف غضنفر د اقتصادي پراختیا لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی و. ښاغلی غضنفر څو میاشتې دمخه د کورونا ویروس د ناروغۍ له امله مړ شو.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې د میرمن سمر ګوښه کول یوه ا اداري عمل دی او هیڅ سیاسي اړخ نه لري.

سیما سمر د یکشنبې په ورځ تایید کړه چې هغه د بشري حقونو د وزیرې په توګه له دندې ګوښه شوې.

سمر نيوکه وکړه چې له هغې سره په دې اړه خبرې نه دي شوي او له يو نيم کال راهيسې په دغه اداره کې هيڅ نه دي شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي