برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

تر سولې وروسته د جګړې بیا نه پیلېدو ضمانت

آریانانیوز: سیما سمر د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وايي، د سولې بهیر کې د مېرمنو د اغېزمنې ونډې پرته تلپاتې سوله نشي رامنځته کېدای.


هغې وايي، د هېواد د نیمايي نفوس له لارې سوله نشي رامنځته کېدای او ټینګار کوي چې افغان مېرمنې باید په دغه بهیر کې څنډې ته نشي.
د نوموړې په باور، د مېرمنو په نشتون کې د یوې سیاسي معاملې په تر سره کېدو سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام پیدا کړي.
اغلې سمر د شنې په ورځ د «غوايي پر ۷مه» د سولې په اړه د مېرمنو د وړاندیزونو د راپور شریکولو پرمهال وویل، چې د مېرمنو په نشتون کې د سولې په اړه تېرو معاهدو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.
سمر زیاته کړه:”په دغه راپور کې د مېرمنو غوښتنه داده، چې د سولې په ټول بهیر کې له پلان جوړونې څخه بیا له طالبانو سره تر خبرو پوري او همدارنګه د توافقنامې په تطبیق کې باید اغېزمنه او رغنده ونډه ولري.”
نوموړې ټينګار وکړ،که چیري د سولې خبرو کې د جګړې د قربانیانو په اړه پر عدالت غوښتنې سترګې پټې شي مېرمنو ته دغه خبرې د منلو وړ نه دي.
اغلې سمر د دې ترڅنګ د عدالت په پام کې نیول، د بشري حقونو د ارزښتونو ساتنه، د سولې خبرو جزئیات له مېرمنو سره شریکول، د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام څخه دفاع او اوربند د سولې بهیر کې د افغان مېرمنو د اساسي غوښتونو په توګه یادې کړې.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې همدارنګه ټینګار وکړ چې د سولې د توافقنامې تر لاسلیک کېدو وروسته د جګړې د بیا نه پیلېدو په اړه باید ضمانتونه شتون ولري.
سمر وویل:”موږ دې ضرورت لرو چې ضمانتونه ولرو، ملګري ملتونه باید هم د اوربند او د توافقنامې څخه نظارت وکړي.”
اغلې سمر پر داسې مهال د سولې بهیر کې د مېرمنو پر اغېزمنې ونډې ټینګار کوي چې افغان حکومت د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه کې افغان مېرمنو ته ۳۰ سلنه ونډه ورکړې ده.
افغان حکومت د دې ترڅنګ د دوحې د «بین الافغاني» کنفرانس په ۲۵۰ کسیز نوملړ کې ۵۴ مېرمنې شاملې کړې وې، چې د ګډونوالو د شمېر د زیاتوالې پر سر د ناندریو له امله وځنډېدی.

شریک یي کړئ!