برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۵ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سیاسي ګوندونو شوری

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د افغانستان یو شمېر مشهور سیاسي ګوندونه وايي، حکومت دې له مشهورو سیاسیونو او بانفوذه کسانو یوه شوار تشکیل کړي تر څو د طالبانو او حکومت مذاکرات تر څار لاندې ونیسي



دغه غوښتنه د حزب اسلامي، جمعیت او جنبش ګوند په ګډون د هیواد اوو مشهورو ګوندونو کړې
د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د ګوند یو غړی «همایون جریر» وايي « حزب اسلامي او د هیواد بل هر ګوند د سولې روانې خبرې تر څار لاندې نیولې، له دې کبله چې سوله یوه ملي غوښتنه او هدف دی نو ځکه باید د ولسمشر په ګډون له مشهورو سیاسیونو څخه یوه پراخه او ټول منلې شورا جوړه شي تر څو له طالبانو سره د خبرو د رهبري واک په لاس کې واخلي»
د جمعیت اسلامي ګوند بیا اوسنی حکومت د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو او د سیاسي مصالحې د تشکیل په مخنیوي تورنوي، د یاد ګوند د رهبري شورا یو غړی «عزیز» وايي « د مشهورو سیاسیونو او د ګوندونو د یو شمېر استازو تر منځ په کابل کې ناسته کېدونکې ده، موږ اراده کړې که حکومت د سولې په وړاندې خنډونه جوړ کړي؛ موږ یې په وړاندې ګام واخلو»
د دوستم په مشری «جنبش» ګوند هم حکومت تورن کړی، چې یوازې ولسمشر غني ته نږدې کسان یې د مذاکراه کوونکو په لست کې داخل کړي، د یاد ګوند ویاند «بشیر احمد تینج» وایي « موږ یوازې ۱۵ کسان پېژنو چې په مذاکره کوونکي ټیم کې شامل شوي، په دې ټیم کې څو ځل بدلون راغلی او ولسمشر غني ته نږدي کسان پکې ځای شوي »
حکومت داسې مهال د سولې او یوه ټول منلي ټیم د تشکیل په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنېږي، چې د یاد حکومت د سولې چارو وزارت کابو یوه میاشت وړاندې د یوه ټول منلي ټیم د تشکیل خبر ورکړی وو؛ خو تر دې دمه یاد ټیم په رسمي ډول نه دی اعلان شوی
څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند «سهیل شاهین» هم د حکومت له لوري د مذکراتي ټيم په پټ ساتلو باندې نیوکه کړې وه او د ټيم د پټ ساتلو په صورت کې یې ددې ټیم استازیتوب د پوښتنې وړ بللی
بل لور ته د ګډ حکومت مشر له طلوع نیوز سره په خپله وروستۍ مرکه کې وویل، له دې امله چې استازي یې د ابوظبۍ د مذاکراتو په څېر د طالبانو له غبرګون سره مخ نشي؛ مذاکراتي ټيم یې پټ
ساتلی.

شریک یي کړئ!