برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې کیلي په افغانستان کې ده او د جنگ کیلي په اسلام‌اباد

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  د ځوانانو او سولې ملي کنفرانس ته چې د لویې جرګې په خېمه کې جوړ شوی و، ګډون او وینا کړې.


دغې غونډې ته ولسمشر غني د نورو خبرو ترڅنګ د سولې پر مذاکراتو هم غږیدلی دی، ښاغلي غني په خپلو خبرو کې ویلي چې د سولې کیلي په افغانستان کې ده، ځکه د سولې لپاره طرحه، برنامه او د لارې نقشه لرو، اما د جنګ کیلي په اسلام اباد، کويټه او راولپنډۍ کې ده.
د دغې خبر پاڼې له مخې ښاغلي غني، څرګنده کړې، هیڅ مسول فرد حق نه لري چې د افغانستان جمعي انتحار تائید کړي.
نوموړي ځوانانو ته په خطاب کې ویلي ستاسو راټولېدل او لیدلوري په هیواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې زما اراده څو برابره پیاوړې کوي.
ولسمشر غني زیاته کړې، په دې حساس پړاوو کې د ملي ګټو استازیتوب تدبیر او زغم غواړي.
په دغې غونډه کې ولسمشر غني ویلي، زموږ ملي موخه پایداره سوله ده، اما تریخ حقیقت دادی چې بین المللي تجربو ښودلې چې پنځوس سلنه د سولې تړونونه په سخت جنګ بدل شوي او دلیل یې په سوله کې تلوار ده.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې دا هم ویلي، د افغانستان پر ملت غږ کوم چې په ملي سراسري بحث کې ګډون وکړي او د مذاکراتو ټول حدود، شرایط او انعطاف مشخص کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي