برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې په مخکې خنډونه زیږول

آریانانیوز: د کابل حکومت د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي مخکښ غړی «تورن اسماعیل خان» وايي، طالبان اوس هم د سولې خبرو ته بشپړ چمتووالی لري؛ خو حکومت تل په دې برخه کې خنډونه زېږولي
همدا راز اسماعیل خان وویل « طالبانو تل د سولې خبرو ته خپل چمتووالی ښودلی؛ خو حکومت همېشه د سولې په پروسه کې خنډونه په لار اچولي، چې د بهرنیو چارو وزارت د سولې پلوي دريځ رد یې ښه بېلګه ده .نوموړي په حکومت غږ وکړ، چې د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو په ځای دې د سولې ملاتړ ته را وړاندې شي
اسماعیل خان وروسته له هغه ارګ د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو جوړوي، چې ارګ او بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د طالبانو د سفر په تړاو مخالف دريځونه ونیول؛ ارګ د طالبانو سفر وغانده؛ خو بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی وکړ او یاد سفر یې د سولې په برخه کې مرستندوی یاد کړ
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو په تعقیب ارګ د یاد وزارت د ویاند د لرې کولو امر صادر کړ؛ خو اجرائیه ریاست د ارګ امر بېځایه وباله او د بهرنیو چارو وزارت ویاند ته یې د کار د دوام امر وکړ.

شریک یي کړئ!