برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې په بهیر کې د سوداګرو د کمې ونډې

آریانانیوز: په افغانستان کې د سولې لپاره د هڅو له زیاتوالي سره جوخت، ځينې سوداګر وايي چې خصوصي برخه په دغې بهیر کې کمه ونډه لري او د هغوی په وینا د هېواد نامالومه سیاسي وضعیت به د سوداګریزو او تولیداتي فعالیتونو د دوام لپاره زیان رامنځته کوونکي وي.


دغه سواګر وايي چې د خصوصي برخې د څه باندې ۵۰ مېلیارد ډالري پانګونې او د هېواد اقتصادي ودې سربېرته هغوی د سولې خبرو اترو او راتلونکو پرېکړو کې ځانګړې ونډه نه لري.
سوداګر داوود جبارخېل په دې اړه وویل:«کله د لنډمهاله حکومت په اړه خبرې کوي، کله د ټاکنو په اړه. دا نامالومه وضعیت پر اقتصاد ستر اغېز لري. دا په خصوصي سکټور چې ډېرو خلکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده ډېر تاثیر لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اوسنی اقتصادي نظام د اساسي قانون پر بنسټ اقتصاد بازار دی چې د هغه اصلي چورلیز خصوصي برخه ده. خو ځینې سوداګر په اساسي قانون کې د احتمالي تعدیلاتو او د هېواد اقتصادي نظام بیاکتنې ته په پام سره وايي د خپلو پانګو په اړه انېښنه لري.
هغوی وايي باید د هغوی اندېښنو او پوښتنو ته د حکومت، نړیوالې ټولنې او طالبانو له خوا ځواب ورکړل شي.
بلخوا د صنایعو او سوداګرۍ خونې یو چارواکی له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې د خصوصي برخې د استازو د ګډون لپاره روښانه پروګرامونو ته مخه کړي.
د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي:«که‎چېرې د سولې خبرې اترې داسې وي، او د طالبانو راتګ له داسې میکانیزم سره وي چې د نجیب له حکومت سره وشو، سواګر له دې اړخه ډېره اندېښنه لري چې خدای مه کړه پانګه یې له منځه ولاړه نه شي.»
دم‎ګړۍ د سړیو ترڅنګ په زرګونو مېرمنو په هېواد کې د کوچنیو، منځنیو او سترو پانګونو سره خلکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
دا مېرمنې هم په هېواد کې د خپل راتلوونکي د نه روښانیتا له امله اندېښنې دي.
هغوی وايي حکومت، نړیواله ټولنه او طالبان باید د خصوصي سکټور په اړه خپل راتلوونکی دریځ روښانه کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي