برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې هوکړه لیک لاسوند غني او عبدالله ته ښودل

آریانانیوز: د ولسمشرۍ د عامه او سټراټېژیکو اړیکو رییس وحید عمر په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې زلمي خلیلزاد د سولې هوکړه لیک لاسوند ولسمشر غني ته وروښود او په دې اړه به له ښاغلي خلیلزاد سره بحثونه دوام پيدا کړي
ورته مهال د اجراییه ریاست د رسنیو دفتر وايي چې ښاغلي خلیلزاد له اجراییه رییس عبدالله عبدلله سره په ځانګړې توګه په سپیدار ماڼۍ کې لیدلي دي
د اجراییه ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دغې لیدنه کې، ښاغلي خلیلزاد د سولې په تړاو وروستي جزییات له ښاغلي عبدالله سره شریک کړل او د سرتاسري او تلپاتې سولې په اړه یې ډاډ ورکړل
خبرپاڼه زیاتوي چې خلیلزاد کابل ته د خپل سفر په لړ کې د مذاکرې له ټولو لورو سره به خبرې
وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي