برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې لپاره ملي ډیالوګ جوړول

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس : د پاکستان د قومي اسمبلی پارلمان مشر وایي، د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې د توافقنامې له لاسلیک وروسته د افغان سولې په تړاو ملي ډیاولوګ جوړوي
جیو نیوز د پاکستان د پارلمان د مشر اسد قیصر له قوله لیکي، چې دا ناسته به د راتلونکې مارچ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې د پاکستان د پارلمان په سکرتریت کې راوبلل شي، چې وکیلان، علماء، د مدني ټولنې غړي او د رسنیو کارکوونکي به یې برخه وال وي
د قیصر په قول، په دې ناسته کې به د طالبانو او امریکا تر منځ د تړون له لاسلیک وروسته افغانستان په اړه بحث وشي، په تړاو به یې د هیواد ستراتېژي جوړه شي او د سولې په روانه پروسه کې به د پاکستان رول وارزول شي
نوموړي ددې تر څنګ په سوله ییز افغانستان ټینګار کړی، ځکه په خبره یې، د افغانستان سوله سیمې ته امن او ثبات راوړلای شي
پاکستان داسې مهال د افغانستان د سولې لپاره د ملي ډيالوګ د رابللو تابیا نیولې، چې په قطر کې د طالبانو او امریکا مذاکرات پای ته رسېدلي او یوازې دوې ورځې وروسته د دواړو لورو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک کېږي
که چېرې د دواړو لورو تر منځ د سولې توافقنامه لاسلیک شي، دا به د افغانانو تر منځ خپلمنځي خبرو ته لاره هواره کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي