برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۴ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې غوښتنې کاروان ۴ غړي

آریانانیوز: د سولې غوښتنې کاروان د اړیکو مسول رسنیو ته ویلي چې طالبانو پرون د سولې کاروان څلور غړي د هملند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په نوزاد رود نومي کلي کې له ځان سره وړي دي.



د طالبانو له لوري په دغو وړل شويو کسانو کې د سولې غوښتنې کاروان مشر اقبال خیبر، د دې کاروان ویاند بسم الله وطن دوست، په هلمند کې د دې کاروان مسول غلام سرور غفاري او په ننګرهار کې د دې کاروان مسول فرهاد عادل شامل دي.
د سولې غوښتنې کاروان یوه ۳۰ کسیزه ډله د جګړې د ختمتیدو او د سولې غوښتنې په هدف پرون دهلمند ولایت د یوې نا امنې ولسوالۍ موسي کلا په لور وخوځیدل .
د هلمند د سولې غوښتنې کاروان په دغو ولایت کې د نوروز په مراسمو کې تر یوې چاودنې وروسته جوړ شو دغو کاروان دجګړې د ختمیدو او د سولې د تنګښت په موخه له لشکر ګاه ښار څخه پلی تګ پیل کړ او دهېواد څه باندې ۲۰ ولایتونو ته یې سفرونه وکړل، د اوږد سفرونو او ستړیاوو ترڅنګ په بغلان ولایت کې د دې کاروان غړو د وهل ټکول کیدو راپورونه هم خپاره شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي