برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د سولې عالي شورا مسکو ناسته کې ګډون کوی

آریانانیوز: مسکو کې د افغان سولې اړوند هغه غونډه چې د طالبانو په ګډون به پکې د سیمې د ۱۲ هېوادونو استازي به پکې برخه واخلي، د روانې میلادي میاشتې په نهمه به مسکو کې وشي.


د سولې عالي شورا وايي دې ناسته کې يې د ګډون لپاره پلاوی تیار کړی دی.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي شپږ کسیزه پلاوی به د افغان دولت په استازیتوب په دې غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ولېږي.
په ورته وخت کې بې بې سې د نوم نه ښودو په شرط د یو لوړپوړي افغان چارواکي له خولې وايي، د ارګ، امنیت شورا او بهرنیو چاو وزارت په استازیتوب به پکې هیڅوک برخه وانه خلي.
سرچینې د نه ګډون علت نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي يې دي ښايي امریکا هم په دې غونډه کې استازی ونه لري.
د مسکو ناستې لپاره د طالبانو تر څنګ د هېواد ځينې مطرح سیاسي څېرې هم ور غوښتل شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي پر زاړه ټینګار تکرار کوي او وايي دوی لا هم له روسيې سره د دې غونډې په اړه چنې وهي.
د شنونکو په باور له داسې نړیوالو غونډو تېښته دا په ډاګه کوي چې افغان حکومت د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.
تر اوسه نه ده څرګنده، چې د سولې شورا پلاوی به څومره صلاحیت ولري او پر سوله‌ییز بهیر به يې د ګډون اغېز څومره وي.
وړاندې د روسيې چارواکو ويلي و، دا د خپل ډول لومړنۍ نړیواله غونډه ده چې د طالبانو د قطر دفتر غړي به پکې برخه واخلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي