برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې داوومی پړاود خبرو پیلیدا

آریانانیوز: ټاکل شوې، چې د شنبې پر ورڅ د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د اووم پړاو خبرې پیل شي.



د شنبې پر ورځ طالب استازي او امریکایان بیا د قطر په دوحه کې د اووم ځل لپاره خپلمنځيو خبرو ته کیني او پر اختلافي مسایلو؛ د ځواکونو د ویستو لپاره پر مهالوېش او په ترهګرۍ ضد هڅو کې د ښکېلتیا پر تضمین بحث او خبرې کیږي
طالبانو منلې، چې سبا د شنبې پر ورځ به له امریکایي پلاوي سره د طالب استازیو لخوا د قطر په مرکز دوحه کې د اووم پړاو خبرې پیل شي.
په کابل کې لدې ناستې تمې ډېرې زیاتې دي او ځینې؛ خو وایي، چې دا خبرې برخلیک ټاکوونکې دي.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته په خپل سفر کې حکومتي مشرانو او سیاسي څېرو ته قناعت ورکړی، چې له ټاکنو مخکې له طالبانو سره هوکړې ته چمتو شي؛ خو د اووم پړاو پیلیدونکیو خبرو په تړاو ناهیلۍ هم زیاتې دي.
په کابل کې دا تمې هم شته، چې د دې پړاو خبرې به ډېرې ګټورې ثابتې شي او دا هم ویل کیږي، چې ښایي دا ځل ناسته برخلیک ټاکوونکي ووسي.
د حزب اسلامي غړی همایون جریر وایي: که د اووم پړاو خبرې له تمې سره سمه پایله ولري؛ د افغانانو تر منځ خبرو ته به زمینه برابره کړي.
دې ناستې ته د خوشبینو تر څنګ ناهیلۍ هم شتون لري، نا هیلۍ دا دي، چې که دا خبرې بې پایلې پاتې شي، د سولې بهیر به له بندون سره مخ شي.
سیاسي مخکښ نظر محمد مطمئن وایي، چې که په اووم پړاو خبرو کې طالبان او امریکایان غوره پایلې ته ونه رسیږي؛ ډېر احتمال شته، چې د طالب او امریما تر منځ د سولې په خبرو کې اوږد ځنډ رامنځته شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته په خپل وروستي سفر کې هیله څرګنده کړه، چې په شاوخوا درې میاشتو کې به له طالبانو سره یو جورجاړي ته ورسیږي. هغه دا هم ویلي؛ دوی چمتو دي، چې ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو په وینا یې دا پرېکړه به مشروط وي.
زلمي خلیلزاد ویلي؛ تر هغې، چې پر ټولو مواردو هوکړه نه وي شوي، په هیڅ مورد هوکړه نکیږي. یعنې پر څلور واړو خبرو باید یوه هوکړه وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي