برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۳ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې تړون پر وړاندې خنډ

آریانانیوز: دیوراپوله مخی په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين پخپل وروستۍ مرکه کې ويلي، دوی د جګړې تشدد کمولو په اړه د امريکا غوښتنه منلې، خو امريکا داسې اضافي او نوې غوښتنې رامنځته کړي، چې له امله يې د سولې تړون له خنډونو سره مخ شوی دی
ښاغلي شاهين ويلي: «موږ منلې، چې د سول تړون لپاره به سوله ييز چاپېريال رامنځته کړو، خو امريکا نورې غوښتنې راوړاندې کړي او د سولې خبرو روان بهير يې له خنډونو سره مخ کړی دی
ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، طالبانو له امريکا سره منلې، چې د سولې تړون د لاسليک لپاره سوله ییز چاپېريال رامنځته کړي او د يوې اونۍ لپاره د جګړې تشدد راکم، خو امريکا ټينګار کوي، چې طالبان بايد د اوږدمهال لپاره د جګړې تشدد کم کړي
د رپوټونو له مخې د امريکا او طالبانو خبرې په داسې حال کې له ستونزو سره مخ شوي، چې د افغانستان سولې لپاره خاص استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالب ډيپلوماټانو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد او نن غرمه کابل ته راغلی دی
امريکا په داسې حال کې له طالبانو د جګړې تشدد کمولو غوښتنه کوي، چې د امريکا او دولتي عسکرو له لوري د ملکيانو وژنې يو ځل بيا زور اخيستی او له تېرې يوې اونۍ راهيسې په زابل، کندوز، بادغيس، وردګو او نورو سيمو کې د هوايي بریدونو او چاپو پر مهال د ښځو او ماشومانو په شمول ګڼ شمېر ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي