برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې بين الافغاني غونډه د ګډې اعلامیې په خپريدو سره پای ته ورسید

آریانانیوز: د قطر په دوحه کې د وسله والو طالبانو او د افغان حکومت له لوري د استول شوي پلاوي ترمنځ جوړه شوې دوه ورځنۍ بین الافغاني غونډه تېر ماسخوتن ناوخت مهال ختمه او د غونډي د گډونوالو له لوري په اته مادو کې د یادې غونډې په پای کې چمتو شوې قطعنامه هم خپره شوه.



د دغې دوه ورځنۍ ناستې د برخه والو له لوري په خپاره شوي پريکړه ليک کې د بين الافغاني مذاکراتو په ژر پيل، په افغانستان کې د اسلامي ارزښتونو او بشري حقونو پر خوندیتوب، د سولې لپاره د خبرو پر دوام ټینګار، د جګړې پر ښکېلو غاړو د سختې د ژبې د نه کارولو غږ، پر ملکي تاسیساتو او ولسي ځایونو د بریدونو نه ترسره کولو، د طالبانو او امريکا ترمنځ د روانو مذاکراتو ملاتړ، د جګړې شدت پرکموالي، د أفغانستان په چارو کې د نورو هيوادونو پر نه مداخلې او ځینو نورو موضوعات ټینګار شوی دی.
د قطر د بین الافغاني ناستې د دې پریکړه لیک په پای کې له نریوالې ټولنې، ملګرو ملتونو ، اورپایي ټولنې او ګاونډیو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د دې ګډې اعلامېې ملاتړ دې وکړي.
د جرمني او قطر هېوادونو په ګډ کوربتوب دغه جوړه شوې وه د افغانانو ترمنځ دریمه خپلمنځي غونډه وه.
ټاکل شوې د طالبانو او امریکا ترمنځ په قطر کې د اووم پړاو خبرې چې د دې بین الافغاني غونډې د ترسره کیدو په پار ځنډلې وې بېرته پیل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي