برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سنګر او دفتر په ګډون له ټولو ارزښتونوحخه دفاع

آریانانیوز: وروسته له هغه چې، د ناټو سرمنشي طالبان د تشدد په پراخولو تورن کړل او له هغوی یې وغوښتل، چې سولې ته د ژمنتیا ښودلو په موخه دې تاوتریخوالی کم کړي، طالبان وایي، د دفتر او سنګر په ګډون له ټولو ارښتونو دفاع کوي او لا هم په توافقنامه کې په یادو شویو خبرو ولاړ دي
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي «دناټو دسرمنشي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وایو، هغه توافقنامه چې د امریکایي لوري سره بشپړه شوې، په هغه کې دټولوخواوو غوښتنو لپاره ځواب شته: هغه که د تاو تریخوالي کمول دي، یا دخارجي قواوومکمل وتل د نورو په خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمال ، مذاکرات یاداسې نور.
دناټو دسرمنشي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وایو، هغه توافقنامه چې د امریکایي لوري سره بشپړه شوې، په هغه کې دټولوخواوو غوښتنو لپاره ځواب شته: هغه که د تاو تریخوالي کمول دي، یا دخارجي قواوومکمل وتل ، د نورو په خلاف د افغانستان د خاورې نه استعمال ، مذاکرات یاداسې نور.
شاهین زیاته کړې «هغوی چې اصلا دا نغواړي، نو خود له خبرې تښتي او پلمې لټوي. مونږ پخپله خبره ولاړ یو.
د شاهین په خبره، مؤقف او خبره یې یوه ده او له خپلو ټولو ارښتونو دفاع ته تیار دي «اسلامي امارت د هیواد د اصیلو او پاکو بچیانو کور دی. دحالاتو په بټۍ کې ټکیدلي، روزل شوي او ازمایل شوي دنګ منارونه پکښې راټول دي. خبره مویوه او موقف مو واضح دی. په کلکه له خپلو اسلامي او ملي ارزښتونو دفاع کوو. که دفتر وي ، که سنګر وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي