برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د زابل ولایت قراره ګاه دطالبانولخواونیول شو

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو رالیږل شوي پیغام کې ویلي چې طالبان دزابل ولایت د ارغنداب د انتقالي ولسوالۍ مرکز باندې برید کړی او زیاته کړې یې ده چې قرارګاه یې نیولې او د شپاړس افغان سرتیرو په ګډون دوه تنه قومندانان هم ورته تسلیم شوي او لسګونه سپکې او درنې وسلې یې هم لاس ته ورغلي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه دزابل ولایت دوالی دویاند او دملی دفاع وزارت دویاند نظر واخلو خو ټلیفون ته ځواب ونه ویل شو.
په افغانستان کې دافغان ځواکونو پر امنیتي قرارګاه باندې کله ناکله دوسله والو له لورې بریدونه ترسره کیږي چې کله دافغان ځواکونو له مقاومت سره مخ کیږي او کله هم بیا افغان ځواکونو ته بې شمیره تلفات اړوي.

شریک یي کړئ!