برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د روژې په مياشت کې د اوربند غوښتنه

آریانانیوز: دیوراپوله مخی دهیوادیوپه ختیځو ولایتونو کې شمېر دینې عالمانو د یوې خبرې ناستې پرمهال پر حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د روژې په مبارکه مياشت کې اوربند اعلان کړي.


د حج اوقافو رئیس مولوي محمد داود مجاهد د لويې مشورتي جرګې پريکړو هر کلی وکړ او له ښکېلو خواو يې غوښتنه وکړه، چې د روژې په مبارکه مياشت کې له تاوتريخوالي لاس واخلي، دواړه خواوې اوربند وکړي او تلپاتې سوله رامنځته کړي.
ديني علمانو له شتمنو خلکو غوښتنه وکړه، چې روژې مبارکې مياشت کې د يتيمو، بېوزله او غريبو خلکو لاسنيوی وکړي او ټولې هغه مرستې دې ور سره تر سره کړي، چې د روژې مبارکه مياشت کې لازمې دي او ورته خلک اړتيا لري.
دیني عالم مولوي جلال ابادي وویل چې روژه د بښنې او همدردې میاشت دي نو شتمن او سوداګر دي په دي میاشت کې د بیوزلو لاسنوي وکړي .
دا دیني عالمان داسې مهال د سولې غږ پورته کوي چې یوازې په همدې اونۍ کې شپږ تنه دیني عالمان د نا څرګندو وسلوالو له لوري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي