برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: موږ طالبان هڅوو چې له کرزي او عبدالله سره خبرې وکړي

آریانانیوز: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې طالبان هڅوي چې له کرزي او عبدالله سره خبرو ته کښېني، ځکه چې دا خبرې به په افغانستان کې د ثبات په راوستو کې مرسته وکړي.


سرګي لاوروف وویل: کرزی او عبدالله هغه مهم شخصیتونه دي چې په افغانستان کې پاتې دي او له طالبانو سره د دوی خبرې اترې کولای شي په افغانستان کې د وضعیت په ثبات کې مرسته وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: طالبانو واک ته له رسیدو وروسته د یوه ټول شموله قومي او سیاسي حکومت د تامین مسوولیت په غاړه درلود او دا یوازې د نړیوالې ټولنې شرط نه و، بلکې د واک ته د رسیدو پر مهال د طالبانو خپله ژمنه هم وه.

لاوروف وویل، په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت د ملي نظم او امنیت لامل کېدای شي.

هغه ټینګار وکړ، تر اوسه په افغانستان کې هرڅه ښه نه دي، ځکه چې د طالبانو د حکومت ټول غړي له قومي همغږۍ سره سره په سیاسي شخړو کې ښکیل دي.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي